غورکې (۱۰۸) کورنيوسره نغدي مرستې وشوې

د د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې (UNHCR ) له لورې د غور ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت په همکارۍ د تلې په (۲۰) مه (۱۰۸) اړمنو بېځايه شوو سره نغدي مرستې وشوې.
يادې مرستې په څلور برخوکې دي، چې راستنېدونکو ته د کار موندنې په برخه کې،چې (۲۰) کورنيو ته د کار موندنې په برخه کې سل زره افغانۍ، (۲۵) کورنيو ته د کوچني کاروبار په موخه (۵۰) زره افغانۍ، (۱۳) کورنيو ته د کار موندنې په موخه (۶۰) زره افغانۍ، (۵۰) تنه ښځينه وو ته، چې د اوبدلو په برخه کار کوي (۲۴) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.