د جوزجان ولايت د مهاجرينو رياست کار کوونکوته د ظرفيت لوړونې په موخه روزنيز پروګرام ترسره شو
د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت پلاوي د جوزجان ولايت د مهاجرينو چارو رياست کار کوونکو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د تلې د (۲۰مه روزنيز پروګرام ترسره کړ. د دغه روزنيز پروګرام په جريان کې د ذکر شوي رياست کار کوونکو ته د مکتوب، وړانديز،راپور، ، مالي فورمونو او يوشمېرمالي او اداري موضوعاتو په اړه د وزارت پلاوي خبرې وکړې او د ګډنوالو سوالونو ته يې ځوابونه وويل. د ويلو ده، چې د کار کوونکو د ظرفيت لوړونې روزنيز پروګرام د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ياد دفتر په مالي لګښت د وزارت د پلاوي له لورې ترسره کېږي.