تخار کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه بيا ځلې فعاله شوه

sadam_morr
-
د مهاجرينو چارو وزارت د پلاوي له لورې د تخار ولايت د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه د معلوماتي سيستم سره يوځای د تلې په (۱۹) مه بيا ځلې فعاله شوه.
 
په ناسته کې چې په همدې موخه د تخار ولايت دمرستيال ولايت الحاج محمد کاظم طارق په مشرۍ د يوشمېر دولتي ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه، د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د کمېټې د دندو، معلوماتي سيستم او د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ډېټابيس په اړه د ناستې ګډنوالو ته معلومات ورکړل.
 
د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه او د راستنېدونکو او بېځايه شوو معلوماتي سيستم د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې بياځلې فعاله شو.