د ايران څخه له دوه زره زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
-

     د نيمروز ولايت  د مهاجرينو آمريت د راپور له مخې د تلې په ( ۱۶) مه  او ( ۱۷) مه (۲۳۱۸) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.

     د يادو راستنېدونکو له ډلې  (۹۴)  کورنۍ چې ( ۳۶۰) تنه کېږي د ( ۱۵۰۹) تنو مجردينو سره په جبري او (۱۶) کورنۍ چې (۵۹)  تنه کېږي د ( ۳۹۰) تنو نورو مجردينو سره  په خپله خوښه ته راستانه شوي.

    د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې  (۴۸) کورنۍ، چې (۸۳) نارينه،(۱۰۶) ښځينه او (۳۷) تنه نور مجردين د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.