غور کې د راستنېدونکو او بېځايه شوو د عامه پوهاوي په موخه کمپاين ترسره شو
د غور ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د تلې په (۱۸) مه په دغه ولايت کې راستنېدونکو او بېځايه شوو ته د عامه پوهاي په موخه کمپاين ترسره کړ.
د عامه پوهاوي دغه کمپاين د مهاجرينو چارو وزارت د کړنلارې او لارښوونو پر اساس په دريو ځايونوکې د يوې ورځې لپاره د غور ولايت د مرکزي احصايې رياست په همکارۍ بېځايه شوو او راستنېدونکو ته د الکترونيکي پېژند پاڼې د ترلاسه کولواو د هغې د ګټو په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه ترسره شو.
په پروګرام کې د مرکزي احصايې او د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت استازو د الکترونيکي پېژند پاڼې د ترلاسه کولو په اړه هر اړخيز معلومات وړاندې کړل او راستنېدونکي او بېځايه شوي يې د الکترونيکي پېژند پاڼې د ترلاسه کولو لپاره وهڅول.ياد کمپاين د مهاجرينو چارو وزارت او د (UNHCR) دفتر ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې د ذکرشوي دفتر په مرسته ترسره شو.