د ايران څخه له (۹۰۰) زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې د تلې په ( ۱۴) مه (۹۰۳) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د يادو راستنېدونکو له ډلې (۲۳) کورنۍ چې (۸۱) تنه کېږي د( ۳۲۴) تنو مجردينو سره په جبري او (۲۱) کورنۍ چې ( ۶۷) تنه کېږي د ( ۴۳۱) نورو مجردينو سره په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره (۲۰) کورنۍ، چې (۷۲) تنه کېږي د ( ۷۹) نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.