په (۱۷) ولايتونو کې له (۷) زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو په همغږۍ په (۱۷) ولايتونوکې د تلې د (۹) مې نېټې څخه تر ( ۱۴) مې نېټې پورې ( ۷۵۲۸) کورنيو سره مرستې شوي.
په يادو مرستوکې خوراکي توکي، نغدي، کورنۍ کڅوړې او روغتيايي کڅوړې شاملې وې، چې په هلمند، هرات، بدخشان، غور، ننګرهار، بادغيس، تخار، باميان، بغلان، خوست، لغمان، پروان، سمنګان، دايکندي،نيمروز، ميدان وردګ او غزني کې اړمنو کورنيو ته ووېشل شوې.