د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د هرات ولايت د اسلام قلعه او د نيمروز ولايت د ورېښموپل له لارې د تلې په ( ۱۲) مه (۲۴۳۲ ) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د اسلام قلعه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د اسلام قلعه له لارې(۱۲۴۷) تنه هېواد ته راستانه شوي، چې له ډلې يې ( ۴۲۶) تنه په جبري او (۸۲۱) تنه په خپله خوښه دي راستانه شوي.
د سرچينې په خبره (۱۸۶) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.
په ورته وخت کې د نيمروز ولايت ورېښمو پل له لارې (۱۱۸۵) تنه هېواد ته راستانه شوي، چې (۶۹۳) تنه په جبري،(۴۹۲) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي او ( (۹۰) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شوي .