د ايران څخه له دوه زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې د تلې په (۹) او (۱۰) مه (۲۱۳۷) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۶۶) کورنۍ چې (۲۷۸) تنه کېږي د ( ۱۰۸۰) تنو نورو سره په جبري او (۱) کورنۍ چې (۴) تنه کېږي د تنه (۷۷۵) تنو نورو مجردينو سره په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره (۳۵) کورنۍ چې (۸۲) تنه نارينه، ( ۱۰۰) ښځينه کېږي د ( ۱۱) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.