د ايران څخه له زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول

sadam_morr
-

               

د هرات  ولايت د اسلام قلعه  له لارې د تلې په ( ۱۱) مه (۱۵۹۸ ) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.

د اسلام قلعه د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د آمر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۵۷۷) تنه په جبري او  (۱۰۲۱) تنه په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.

د سرچينې په خبره (۲۵۸) تنه د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.