په څلورو ولايتونو کې له زرو زياتو کورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-----

د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې د  بادغيس، پروان، سمنګان او دايکندي ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو په همکارۍ د تلې په ( ۱۰) مه  ( ۱۲۵۴) کورنيو سره مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې په پروان کې ( ۳۱۹) کورنيو ته د (UNHCR) دفتر له لورې (۷۰۰) امريکايي ډالره نغدې، سمنګان کې (۱۵۰) کورنيو ته (۴۲۰) امريکايي ډالره، بادغيس کې (۳۸۵) کورنيوته د (IOM) له لورې پېنځه کمپلې، د پخلنځي وسايل، دوه سولري چراغونه او دايکندي کې ( ۵۰۰) کورنيو ته د (AAH) له لورې (۷) زره افغانۍ نغدې ووېشل شوې.