کابل کې د پنجشېر بېځايه شوو سره مرستې وشوې

sadam_morr
-------
د (UNHCR، IOM، WSTA) او ډاکار موسسې له لورې د کابل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ريات په همکارۍ (۳۷) کورنيو سره نغدي، خوراکي او د غير خوراکي توکو مرستې وشوې.
يادې کورنۍ چې د پنجشېر ولايت څخه کابل ته راکډه شوې وې د تلې په ( ۱۰) مه هرې کورنۍ ته (۴۲۰) امريکايي ډالره، ( ۲۰۰) کيلو اوړه،( (۲۰) کيلو غوړي،يوه يوه خېمه، کمپلې، مالګه، بيسکويټ، د مينځلو مواد او د کور لوښي ووېشل شول.