خوست کې (۲۵۰) کورنۍ د پاکو اوبو څخه برخمنې شوې
د خوست ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د خوست ولايت د ګربز ولسوالۍ په دوو سيموکې د پاکو اوبو لپاره د دوو څاګانو د کار د بشپړولو خبر ورکړ.
د سرچينې په خبره دغه څاګانې د (IRC ) موسسې له لوې د يوميليونو( ۵۰۰) زره افغانيو په ارزښت جوړې شوې، چې په جوړېدو سره يې ( ۲۵۰) کورنۍ دپاکو اوبو دڅښلو څخه برخمنې شوې.