په تورخم کې راستنيدونکو سره د ښې همغږۍ په موخه ګډه ناسته ترسره شوه
د (OCHA UNICEF, UNHCR، I.O.M ،WFP) نړيوالو ادارو مسؤلينو چهارشنبه د تلې په (۶) مه د تورخم په صفري نقطه کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت له استازو سره ليدنه وکړه او د فعاليتونو د لا همغږۍ په موخه يې خبرې وکړې.
په ناسته کې يادو استازو په تورخم کې د انتقالاتو آمريت د ښو فعاليتونو ستاينه وکړه او په دې برخه کې يې د همکاريو ډاډ ورکړ.
همدارنګه د تورخم بندر د آمرپه ملتيا په تورخم کې د راستنېدونکو افغان مهاجرينو په ستونزو د تورخم د کميسار سره ګډه ناسته وشوه او په دې اړه لازمې پرېکړې وشوې.