په څلورو ولايتونو کې له (۵۰۰) زياتو کورنيو سره مرستې وشوې
د خشان، تخار، هلمند او دايکندي ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو د معلوماتو پربنسټ د تلې په ( ۶) مه د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې ( ۵۸۸) کورنيو سره مرستې شوي.
د يادو کورنيو له ډلې په بدخشان کې (۲۰۴۰) کورنيو ته د (AAH) له لورې (۲۱) زره افغانۍ، د (DACAR) له لورې يوه يوه روغتيايي کڅوړه، هلمند کې د( AAH) له لورې ( ۲۵۰) کورنيو ته ( ۸) زره افغانۍ، په تخار کې (WAW) له لورې ( ۳۱) کورنيو ته په دوو کټګوريو کې (۲۲۵) او ( ۴۰۰) امريکايي ډالره او په دايکندي کې (۱۰۳) کورنيو ته د (UNHCR) دفتر له لورې ( ۳۳۰) امريکايي ډالره نغدې په ولايتونوکې د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت د رياستونو په همغږۍ ووېشل شوې.