د ايران څخه له زرو يات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د ايران څخه د تلې په (۴) مه (۱۹۱۲) افغان مهاجر د نيمروز ولايت د ورېښمو پل له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۲۲) کورنۍ، چې (۸۹) تنه کېږي د ( ۱۲۲۵) تنو نورو مجردينو په جبري او (۱) کورنۍ چې ( ۴) تنه کېږي د (۵۹۴) تنو نورو مجردينو سره په خپله خوښه هېواد ته راستانه شول.
د سرچينې په خبره د يادو راستنېدونکو له ډلې (۹) کورنۍ چې ( (۲۱) نارينه او (۲۲) ښځينه دي د (۱۳) تنو نورو مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.