د هېواد په پېنځو ولايتونو کې سلګونو کورنيو سره مرستې وشوې
د قندهار، غور،خوست ،ميدان وردګ او بغلان ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو د معلوماتو پربنسټ د تلې په ( ۳) مه يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې ( ۸۳۲) کورنيو سره مرستې شوي.
د يادو کورنيو له ډلې په غور کې (۵۲) کورنيو ته د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) له لورې (۲۲) زره افغانۍ، قندهار کې ( ۴۲) کورنيو ته د پاملرنې موسسې له لورې دوه شېدې لرونکې ويزې، د حيواناتو لپاره اته قلمه خوراکي توکي، بغلان کې ( ۵۱۸) کورنيو ته د (UNHCR) دفتر له لورې (۴۸۰)، (۴۲۰)، ۱۴۰۰)، (۱۵۰۰) امريکايي ډالره نغدې، په ميدان وردګوکې (۴۰) کورنيو ته يوه يوه خېمه او په خوست کې ( ۱۸۰) کورنيو ته د (NRC) له لورې په دوه وو کټګوريو کې (۱۳۵۰۰) او ( ۴۳۵۰۰) افغانۍ نغدې په ولايتونوکې د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت د رياستونو په همغږۍ ووېشل شوې.