په سپين بولدک کې د قندهار د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د راستنېدو آمريت د ودانۍ د جوړېدو د بنسټ ډ بره کېښودل شوه
د قندهار ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رئيس له لورې د وږي په (۳۱) مه په سپين بولدک کې د راستنېدونکو امريت د ودانۍ د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.
ياده ودانۍ د (NRC) په مالي لګښت د (۴) ميليونو افغانيو په ارزښت په پوخ او اساسي ډول جوړيږي.
د ويلو ده، چې د يادې ودانۍ په جوړېدو سره به د راستنېدونکو په برخه کې لاښه خدمات وړاندې شي.