له (۲۸) زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي
په ولايتونو کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو او امريتونو په همکارۍ او همغږۍ د يوشمېر مرستندويه بنسټونو له لورې په تېرې يوې مياشتې کې د هېواد په (۲۶) ولايتونوکې له (۲۸) زرو زياتو کورنيو سره مرستې شوي.
يادې مرستې په هرات، نميروز،بدخشان، پروان، سمنګان، بادغيس، فارياب، دايکندي، ميدان وردګ، غزني، قندهار، لوګر،لغمان، غور، بلخ، تخار، نورستان، پکتيکا، هلمند، زابل، باميان، ارزګان، پکتيا، کاپيسا، کابل او خوست کې کونډو، اړمنو، معلولو، معيوبو، يتمو ماشومانو او د طبيعي پېښو له امله زيانمو شوو کورنيو ته ووېشل شوې.
په وېشل شوو مرستو کې نغدي،زرنج موټرسايکلې، خوراکي توکي، روغتيايي کڅوړې او د پخلنځي وسايل شامل ول.