د کندز ولايت د مهاجرينو رياست کار کوونکو ته روزنيز پروګرامونه پيل شول

sadam_morr
---

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي پلاوي  د وږي په ( ۲۸) مه او (۲۹) مه  د کندز ولايت د مهاجرينو رياست  کار کوونکو ته  روزنيز پروګرامونه پيل کړ.

د غه پروګرام د مهاجرينو اور استنېدونکو چارو وزارت او  د (UNHCR) ترمنځ  د  (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې ترسره شوه، چې د کندز ولايت د مهاجرينو رياست (۲۰) تنو کار کوونکو ته  دبوديجې ترتيب، دمحاسبې د فورمونو طی مراحل، د مکتوب ليکلول،  استعلام او وړانديز ليکول په اړه  د وزارت د مسلکي له لورې تدريس شول.