لوګر او غزني کې دبيا يوځای کېدو کمېټې فعالې شوې

sadam_morr
_

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په همکارۍ د وږي په (۲۷) مه د غزني او لوګر ولايت د راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې فعاله شوې.

د يادو کمېټې د جوړېدو او فعاليتونو موخه د سکتوري ادارو او ملي اونړيوالو موسسو د همغږيو او اړېکو پياوړي کول، په ولايتونو کې د بېځايه شوو او راستنېدونکو اداره کول، د ملي او نړيوالو بنسټونو همغږي کول، هېواد ته په خپله خوښه د افغان مهاجرينو راستنېدل لپاره زمينه برابرول، د راستنېدونکو او بېځايه شوو بيا يوځای کول، بشري، ټولنيزو، بنسټيزو او د کارموندنې فرصتونو رامېنځته کولو ته د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو خلکو لاسرسي، په ولايتونوکې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياستونو او امريتونو معلوماتي مرکزونو پياوړي کول او د بيا مېشتېدو او بيايو ځای کېدو په اړه د معلوماتو چمتو کول دي.

په يادو مراسموکې چې د لوګر ولايت يوشمېر چارواکو په ګډون ترسره شول، د لوګر ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمر مولوي عبدالوارث د يادې کمېټې د فعاليتونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکړل، وروسته د دغه ولايت والي مولوي عنايت الله شجاع د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت مشرتابه او پلاوي څخه مننه وکړه چې په دغه ولايت کې يې د  راستنېدونکو او بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټه فعاله کړه.

د مراسمو په پای کې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د بيا يوځای کېد د کمټې او د (ARIS) سيستم په اړه ګډونوالو ته  معلومات ورکړل.

د يوبل خبر له مخې په هغو مراسموکې چې په غزني کې د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمټې د فعالولو په موخه ترسره شول، د غزني ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمر مولوي محمد عمروويل، ياده کمېټه به په بيا ځل فعالولو سره د داخلي بېځايه شوو او راستنېدونکو د ستونزو دحل او خدماتو وړاندې کولو په برخه کې له همکارو بنسټونو سره په پوره همغږۍ کار وکړي.

همدارنګه د غزني والي الحاج مولوي محمد اسحاق آخند زاده په خپلو خبرو کې د ثبت  او د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو د بيا يوځای کېدو کمېټې فعاليتونه د راستنېدونکو او بېځايه شوو د ستونزو دحل په برخه کې مهم او ګټور وبلل.

د ويلو ده، چې د غزني او لوګر ولايت د راستنېدونکو او داخلي بېځايه شوو دبيا يوځای کېدو کمېټې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR) په همکارۍ  او مالي لګښت د ذکر شوې ادارې د (۲۰۲۲) کال د (PPA) پروژې د لاسليک شوي هوکړه ليک له مخې بيا فعالې شوې.