د ايران څخه له دوه سو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د ايران څخه د وږي په (۲۵) مه او (۲۶) مه (۲۵۲) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو د امر په وينا، د يادو راستنېدونکو له ډلې (۹) کورنۍ، چې (۴۴) نارينه او (۲۳) ښځينه کېږي د (۵۲) تنه نور مجردينو سره د مرستو په موخه د مهاجرت نړيوال سازمان (IOM) ته ور وپېژندل شول.