غزني کې (۳۰) کورنيو ته د کارموندنې وسايل ورکړل شول
د غزني ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د وږي په (۲۱) مه (۳۰) اړمنو کورنيو ته غرفې او کرچۍ ووېشلې.
د غزني ولايت د مهاجرينو د رئيس په خبره، د غرفو او کراچيو د وېش څخه يې موخه اړمنو بېځايه شوو ته د کارموندنې زمينې برابرول او د کورني اقتصاد پياوړي کول دي، چې د پاملرنې موسسې له لورې د دغه رياست د کارکوونکو سره په همغږۍ په اړمنو کورنيو ووېشل شوې.