د مهاجرينو وزير د لوګر ولايت د والي او سپين ګيرو سره ليدنه وکړه
![________](/sites/default/files/2022-09/296592651_5585776748128370_8841043611996528158_n.jpg)
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د وږي په (۱۹) مه د لوګر ولايت د والي مولوي عنايت الله شجاع او د خوښۍ ولسوالۍ د سپين ګيرو سره ليدنه وکړه.
په دغه ليدنه کې، چې د لوګر ولايت مقام کې ترسره شوه، د مهاجرينو وزير او د لوګر ولايت والي په دغه ولايت کې د وروستيو سېلاب ځپلو کورنيو سره د مرستو په ډېروالي خبرې وکړې.
ښاغلي حقاني په بېلابېلو برخوکې له زيانمنو شوو سره د مهاجرينو وزارت د مرستو او همکاريو د دوام په اړه ډاډ ورکړاو ټينګار يې وکړ، چې مرستې به په شفافه او عادلانه توګه ټولو مستحقو کورنيو ته ورسېږي.
د لوګر ولايت والي له سېلاب ځپلو سره د مهاجرينو وزارت له مرستو څخه مننه وکړه او په دې برخه کې يې د سېلاب ځپلو کورنيو سره د لازياتو مرستو او همکاريو غوښتنه وکړه.
همدارنګه د مهاجرينو وزير د لوګر ولايت د خوښۍ ولسوالۍ د يوشمېر مخورو او سپين ګيرو سره په خبرو کې دهغوی ستونزې، نظرونه او وړانديزونه واورېدل او ژمنه يې وکړه، چې د دوی غوښتنې او وړانديزونه به د اسلامي امارت له چارواکو سره شريک کړي.
د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير الحاج خليل الرحمن حقاني د سفر په جريان کې د چرخ ولسوالۍ څخه هم ليدنه وکړه او د شهيدانو (۱۰۰) کورنيو سره يې د خوراکي توکو او سل زره افغانيو نغدي مرسته وکړه.