په درې ولایتونوکې له (٧٠٠)زیاتو اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې
د یو شمېر مرستندویه بنسټولو له لورې په قندهار،پروان او میدان وردګوکې(٧٢٨)اړمنو بېځایه شوو کورنیو سره نغدي او خوراکي توکو مرستې وشوې.
دیادې کورنیو له ډلې د قندهار ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ د اسلامیک ریلیف موسسې له لورې د دامان ولسوالۍ (٤٥٠) اړمنو کورنیو هرې کورۍ ته څلور قلمه خوراکي توکي، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (UNHCR)له لورې د خاکریز ولسوالۍ (٢٢٨) کورنیو ته (٨٠٠) امریکايي ډالره نغدې او د (CHA) له لورې د میدان وردګو او پروان ولایت د مهاجرینو امریتونو له لورې (٥٠) کورنیو هرې کورنۍ ته (٢٦٠٠٠) افغانۍ نغدې ووېشل شوې.