غزني کې د داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د لاسرسي په موخه کمپ جوړ شو
د غزني ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د وږي په (۸)مه په دغه ولايت کې د ورستيو سېلاب ځپلو او داخلي بېځايه شوو وضعيت ته د لاسرسي په موخه کمپ جوړ کړ.
دغه کمپ د والي، مهاجرين رئيس او د چهار ديوار او اندړ ولسوالۍ سيمه ييزو چارواکو په شتون کې پرانيستل شو.
د سرچينې په خبره د دغې کمپ په پرانيستلو سره (۱۴۰) خېمې، ( ۱۰۰) بړستنې او (۱۰۰) کمپلې چې د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د چارواکو او مرستندويه بنسټونو له لورې سېلاب ځپلو کورنيو ته برابرې شوې وې په مستحقو کورنيو ووېشل شوې.
په ورته وخت کې د غزني ولايت د غزني ولايت د سيمه ييزو ادارو چارواکي وايي چې په دې هڅوکې يو چې د مرستندويه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ او همکارۍ اړمنو او مستحقو کورنيو ته بشري مرستې ووېشو.