د ايران څخه له درې زرو زيات افغان مهاجر هېواد ته راستانه شول
د هرات ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست د معلوماتو پر بنسټ د وږي په اتمه او نهمه د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې ( ۳۵۵۱) افغان مهاجر په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي.
د يادو راستنېدونکو له ډلې (۳۹) کورنۍ ،چې (۱۴۴) تنه کېږي د ( ۸۱۸) تنو نورومجردينو سره په جبري او (۱۶۷) کورنۍ چې ( ۷۴۵) تنه کېږي د ( ۱۸۴۴) نورو مجردينو سره په خپله خوښه د هرات ولايت د اسلام قلعه له لارې په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي.
د سرچينې په خبره (۲۷) کورنۍ چې (۹۷) تنه کېږي د (۷۸) تنو نورو مجردين د مرستود ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي.