له ايران څخه زرو زيات افغان مهاجرين هېواد ته راستانه شول
له ايران څخه (۱۵۴۴) افغان مهاجرين د وږي په ( ۶) مه په خپله خوښه او جبري توګه هېواد ته راستانه شول.
د نيمروز ولايت دمهاجرينو او راستنېدونکو چارو آمريت د معلوماتو پربنسټ د يادو راستنېدونکو له ډلې (۴۱) کورنۍ ،چې (۱۳۴) تنه کږېږي د ( ۹۲۰) تنو نورومجردينو سره په جبري او (۱۹) کورنۍ چې ( ۷۵) تنه کېږي د ( ۴۱۵) نورو مجردينو سره په خپله خوښه د نميروز ولايت د ورېښمو پل له لارې هېواد ته راستانه شوي.
د سرچينې په خبره (۳۰) کونرۍ چې (۵۹) نارينه، (۵۹) ښځينه او همدارنګه ( ۱۴) تنه نور د مرستود ترلاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړيوال سازمان (IOM) ته ورپېژندل شوي.