په درې ولايتونوکې (۳۴۲) اړمنو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

د کندهار، غزني او لغمان ولايت دکډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (۳۴۲) اړمنو بېځايه شوو  کورنيوسره د وږي په (۴) مه  نغدي او خوراکي توکو مرستې وشوې.

د يادو کورنيو له ډلې د غزني ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ د(WESTA) موسسې له لورې په دوه کټګوريوکې نغدي مرسته وشوه، چې په لومړۍ کټګورۍ کې (۵۰۰) امريکايي ډالره، په دوهمه کټګورۍ کې ( ۳۰۰) امريکايي ډالره، په کندهارکې د  (NRC) موسسې له لورې (۷۲) داخلي بېځايه شوو کورنيو سره د کور د کرايه په موخه (۲۰۰۰۰) افغانۍ او په لغمان کې (۷۰) سېلاب ځپلو کورنيو هرې کورنۍ ته (۵۰) کيلو غنم ووېشل شول.