په (۱۴) ولايتونوکې زرګونوکورنيو سره مرستې وشوې

sadam_morr
محمد اشرف حنیفی

د زمري د (۲۹) نېټې څخه د وږي ( ۳) مې نېټې پورې د هېواد په (۱۴) ولايتونوکې د مهاجرينو او راستنېدونکوچارو وزارت د رياستونو او امريتونو په همکارۍ او همغږۍ د يوشمېر مرستندويه ادارو له لورې ( ۵۱۵۵) اړمنو بېځايه شوو کورنيوسره مرستې وشوې.

په يادو مرستوکې نغدي، خوراکي، غيرخوراکي او روغتيايي کڅوړې شامل وې،چې په کندهار، بادغيس، فارياب، دايکندي، ميدان وردګو، نيمروز، پروان،هرات، بدخشان، کندز، غور،پنجشېر، غزني او سمنګان ولايت کې پر اړمنو کورنيو ووېشل شوې.