کندهار کې (۷۲) داخلي بېځايه شوو کورنيو سره مرسته وشوه

د (NRC) موسسې له لورې د کندهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همکارۍ (۷۲) اړمنو داخلي بېځايه شوو کورنيو سره د کور د کرايه په موخه نغدي مرسته وشوه.
يادو کورنيو هرې کورنۍ ته د وږي په (۴) مه د پېنځو مياشتو لپاره د کور کرايه (۲۰۰۰۰) افغانۍ نغدې ورکړل شوې.