د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت په مشرۍ ګډ پلاوي د پکتيکا ولايت د زيړوک او نکې ولسوالۍ سروې پای ته ورسوله

sadam_morr
____________
نوموړی پلاوی چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په مشرۍ د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې او سرې مياشتې د غړو څخه تشکيل شوی وه، د زلزله ځپلو د وضعيت د ارزونې او معلوماتو د ترلاسه کولو په موخه يې د پکتيکا ولايت د زيړوک او نکې ولسوالۍ سروې په بشپړه توګه سرته ورسوله.
سروې د محرم الحرام مياشتې په لومړۍ نېټه پيل او په ۲۱ مه نېټه په بشپړ او دقيق ډول پای ته ورسېده.