دکډوالو چارو وزارت مرستيالې ترکيې ته سفر وکړ
دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت دپناه غوښتونکو چارو مرستيالې ډاکټرې عالمې ترکيې ته په خپل سفر کې دهغه هېواد د کورنيوچارو وزارت له مرستيال ښاغلي اسماعيل چتکلي، دترکيې دکډوالو ادارې عمومي رئيس عبدالله اياز، په انقره کې دافغان سفير عبدالرحيم سيد جان افغان کډوالو اتشې فرزانې رشيد رحمي او د افغان پلاوي په شتون کې دترکيې هېواد دکورنيو چارو په وزارت کې د افغان کډوړالو د ستونزو په اړه ليدنه وکړه او له هغه هېواد د افغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدونې په تړاو يې د دوه اړخيز هوکړه ليک پرسر خبرې وکړې.
هېواد ته د افغان کډوالو په خپله خوښه راستنېدنه ددغو خبرو مهم ټکي و او په راتلونکي کې د يادې موضوع په اړه خبرې اترې هم ترسره شي.
په پام کې ده،چې په نږې راتلونکي کې د دواړو لورو له خوا په دغه برخه کې دهمکاريو، يو هوکړه ليک په کابل کې لاسليک شي.