د استاد خليل الله خليلي د مهاجرینو په شهرک کې د اوبو رسونې شبکه پيل شوه

sadam_morr
امر الله میړني
دغه د اوبو رسونې شبکه د استاد خليل الله خليلي د مهاجرینو په شهرک کې د چنګاښ په ٦مه د داخلي بې ځايه شويو رييس مولوي سردار محمد "شېرزاد" او د کابل د مهاجرينو رييس مولوي عبدالمتين "رحيمزي" په شتون کې پرانیستل شوه.
دغـه شبکه د يولک او ٤٠ زره امريکايي ډالرو په قيمت د (UNHCR) موسسې لخوا تمویل شوې ده.
د دغې شبکې نه به (٣٠٠) مېشتې کورنۍ د څښاک د اوبو لپاره ګټه واخلي.
12