په خوست ولایت کې د همکارو دولتي او غیر دولتي موسساتو له لوري زلزله ځپلو کورنیو د سروې او د موادو د توزیع په موخه د (OCT) ناسته دایره شوه.

sadam_morr
امر الله میړني
غونډه کې د خوست ولایت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ريیس مولوي احمد "احمدي" په شمول دولتي او غیر دولتي موسساتو ګډون کړی وو چې لاندې پريکړې په کې ونیول شوې.
١: د (WFP) نړیوال خوراکي سازمان له لوري به زلزله ځپلو (٨٠٠) کورنیو ته خوراکي موادو توزیع سر له سبا پیل شي او تر ډيره امکان شته چې دغه مواد به نور هم اضافه شي.
٢: د (UNHCR) موسسې له لوري به سبا ورځ (١٠٠) خېمې او (١٠٠) هایجین ګېټونه په زلزله ځپلو کورنیو توزیع شي.
٣ : د (SCF) موسسې له لوري به (١٥٠) زلزله ځپلو کورنیو ته هر فامیل ته به (٢٨٠٠٠) زره افغانۍ توزیع شي.
4:دا چې د متضرره کورنیو تعداد زیات دی او ساحه هم لرې ده نو تصمیم ونیول شوو، چې د سروې او د توزیع ټیمونه به هملته په ساحه کې د څو شپو لپاره پاتې شي تر څو متضرره کورنیو سروې زر تر زره ترسره شي او مرستـه ورسره وشي.
د ذکر وړ ده! هغه کورنۍ چې سروې کیږې د سروې تر څنګ توزیع هم په عاجل ډول ورته تر سره شي.
د سروې نه وروسته به د مخلتفو موسساتو له لوري د دوی سره مرسته وشي.