د مهاجرینو چارو وزارت او (IOM) موسسې ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
sadam anwari
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د مهاجرات نړیوال سازمان (IOM) ترمنځ د همکارۍ ګډه ناسته د روان کال د جوزا په ٣١مه د سه شنبې په ورځ ترسره شوه.
په دې غونډه کې د مهاجرینو چارو د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي په سرحدي سیمو کې د بېرته راستنېدونکو په ستونزو او خنډونو خبرې وکړې او ویې ویل: د سرپناه، غیرغذایي توکي او په سرحدونو کې د مهاجرینو د ثبت سیستم نشتون ټولې هغه ستونزې دي چې باید رسیدګي ورته وشي.
وروسته د (IOM) ادارې د بشري مرستو د رسولو مسوول عدنان "بګجتي" او د بېرته را ستنېدو د پروګرام مسوول مدیر نیکولاس "هیل" د نوموړې موسسې د مرستو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د دغې موسسې مرستې به دوامداره وي، د تېر کال په نسبت مو په روان کال کې مرستې زیاتې شوي دي.