په کابل ولايت کې له (٢١٠) کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

د کابل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د غبرګولي په (٢٤) مه د سه شنبې په ورځ د کابل په مختلفو ناحيو کې پر (٢١٠) بې ځایه شویو، معلولینو، کونډو یتیمانو او اړمنو کورنیو سره (٢٤) زره افغانۍ نغدي مرسته وویشل شوه.
دغـه مرستـه د (IRC) موسسې او د کابل د مهاجرينو چارو رييس قاري عبدالمتين "رحيمزي" په شتون کې ورکړل شوې.