د مهاجرینو په برخه کې د ملګرو ملتونو د لوی کمیشنر مرستیاله مېرمن کیلي کلیمینتس کابل ته په سفر راغله

anwari_morr
دوشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۳ - ۸:۴۵
امرالله
د مهاجرینو (UNHCR) په برخه کې ملګرو ملتونو د لوی کمیشنر مرستیاله مېرمن کیلي کلیمینتس د لوړپوړي هیٸت په ملتیا سره د جوزا میاشتې په ٢٢مه کابل ته سفر وکه.
د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني د مېرمن کلیمینتس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د (UNHCR) ادارې له مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه: اوس د افغانستان په ګوټ ګوټ کې امنیت ټینګ دی، او دېته اړتیا ده چې د افغانستان له خلکو سره ډېره مرسته وشي.
د (UNHCR) اداره هر وخت د افغانستان د خلکو سره په ځانګړي ډول داخلي بېځایه شوي، بېرته راستنېدونکي، او مهاجرینو تر څنګ ولاړه ده، موږ د دغې ادارې د نورو مرستو او همکاریو غوښتنه کوو، په ځانګړې توګه د اړمندو کسانو دوه طبقو ته، همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت د هر ډول همکاریو هرکلی او مننه کوي.
وروسته د مهاجرینو په برخه کې د ملګرو ملتونو د لوی کمیشنر مرستیالې مېرمن کیلي کلیمینتس وویل: د دغه سفر اصلي موخه د خلکو په وضعیت باندې پوهېدل، او د افغانستان له خلکو سره د نورو مرستو هڅه ده. دغه اداره به هڅه وکړي ترڅو د داخلي بېځایه شویو او بېرته راستنېدوکو په برخه کې نورې مرستې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر دیدن نمود

الحاج مولوی عبدالرحمن راشد معین مسلکی وکفیل وزارت امور مهاجرین و عودت کننده گان با هیأت همراهش از شهرک مهاجرین قلعه وزیر ولایت لوگر ديدن نمودند.
آقای راشد در این بازدید ضروریات. . .
چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۱۰
Background image

لوګر: مسلکي مرستیال او کفیل د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمن راشد او ورسره مل پلاوي د لوګر ولایت د قلعه وزیر د مهاجرینو له ښارګوټي څخه لیدنه وکړه
ښاغلي راشد په دغه لیدنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۳ - ۸:۶
Background image

د مهاجرینو چارو مسلکي مرستیال او کفیل د لوګر والي سره ولیدل

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال او کفیل مولوي عبدالرحمان راشد او ورسره مل پلاوي لوګر ولایت ته د سفر پرمهال ددغه ولایت له والي مولوي ضیاء الرحمن مدني سره د ولایت. . .

بېرته خبرونه ته