په کابل ولايت کې له (١٥٦٧) کورنیو سره خوراکي توکو مرسته وشوه

د کابل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د غبرګولي په (١٧) مه د سه شنبې په ورځ د دغه ولایت په (٢٢) ناحيه کې پر (١٥٦٧) بې ځایه شویو، معلولینو، کونډو یتیمانو،د سیمې اوسیدونکو او اړمنو کورنیو سره دخوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
دغـه مرستـه د (WFP) موسسې او د کابل د مهاجرينو رياست په همغږۍ ورکړل شوه.