په لغمان ولايت کې له بې وزلو کورنیو سره مرسته وشوه
د لغمان ولایت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د غبرګولي په (١٢) مه د (٥) شنبې په ورځ د دغه ولایت په دولت شاه ولسوالۍ کې پر (٢٠٢) بې ځایه شویو، معلولینو، کونډو او اړمنو کورنیو ته نغدي مرسته وویشل شوه.
هرې کورنۍ ته ٧ زره (٩١١) افغانۍ د (CWSA) موسسې او د لغمان د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست لخوا ورکړل شوې.