په لغمان ولايت کې له (٢٥٠) کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د لغمان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست له لوري د روان کال د غبرګولي په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت په علینګار ولسوالۍ کې پر (٢٥٠) بې ځایه شویو، معلولینو، کونډو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
هرې کورنۍ ته ٨ زره (٨٠) افغانۍ د (CWSA) موسسي او د لغمان د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ ورکړل شوه.