کابل ولايت کې له څلور سوه داخلي بې ځايه شوو او اړمنو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
 
د کابل ولايت د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د IRC مؤسسې له لورې له ۴۰۰ بې ځايه شوو او اړمنو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۲۴ زره افغانۍ ورکول شوې.
يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستې لپاره وړ پيژندل شوې وې چې نن پرې د کابل ولايت په شهرنو سیمه کې مرسته وويشل شوه.