لغمان کې د اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه

sadam_morr
_____

د لغمان د کډوالو چارو ریاست په رهبرۍ د علینګار په ولسوالی کې د (٣٥٠)داخلي بې ځایه شویو، کونډو, معلولینو کورنیو سره نغدي مرسته او صحي کیټ د ثور په (٢٨) مه وویشل شوه.

هرې کورنۍ ته اته زره (١٠٠) افغانۍ او یو صحي کیټ د (ACTION AID) موسسې له خوا ورکړل شوه، چې د توزیع په وخت کې د کډوالو چارو رياست نماینده موجود وه.