مهاجرینو وزارت پلاوي د کندز ولایت د مهاجرینو ریاست څخه لیدنه وکړه

د مهاجرینو او وراستنېدونکو چارو وزارت پلاوي د کندز ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست څخه لیدنه وکړه او ددغه ولایت د ریاست د کارکوونکو، بېځايه شوو، راستنېدونکو ، او اړمنو ستونزې او ننګونې یې واورېدې.
دداخلي بېځايه شوو د دایمي حل لارو رییس مولوي شمال خان مصلح چې د وزارت د پلاوي مشري یې کوله ور سره مل پلاوي په خپله خوښه راستنېدونو ته د هڅونې رییس حاجي غلام نبي الله داد خېل ستانکزي، د داخلي پلټنو ریاست کارکوونکي حاجي ګلاجان او د دایمي حل لارو امر شېرعلي د ریاست ټولو کار کوونکو ته لارښوونه وکړه، چې په دغه ولایت کې دې ټولې اړمنې کورنۍ د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍسروې شي او کومې مرستې چې د مهاجرینو وزارت او ملي او نړیوالو مرستندویه بنسټونو له لورې ترسره کېږي په شفاف او عادلانه ډول ووېشل شي.
هغه همدارزا وویل د مرکزي ادارې سره په همغږۍ په دې ولایت کې ټول مرستندویه بنسټونه دې دې ته وهڅول شي، چې بېځايه شو او اړمنو کورنیو سره خپلې بشري مرستې لا زیاتې کړي ترڅو ټولې مستحقې کورنۍ د مرستو څخه برخمنې شي.