کندهار کې(١٦٢) اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه
د کندهار ولايت د کډوالو او بيرته راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ،د افغانستان د پاملرنې CARE Afghanistan مؤسسې له لورې د ياد ولايت په ارغنداب ولسوالۍکې له( ١٦٢) اړمنو او بې ځایه شوو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه.
يادې کورنۍ مخکې د ګډ هيئت له لورې سروې او مستحقې پيژندل شوې وې، چې هرې کورنۍ ته دشنبې په ورځ دغویي په(٢٤) نیټه (١٢)زره افغانۍ ورکول شوې.