په نورستان کې له سلګونو کورنيو سره مرسته وشوه

د نورستان ولايت د کډوالو او راستنيدونکو چارو رياست په همغږۍ او د افغان رضاکاره ښځو موسسې په مالي ملاتړ د ياد ولايت په کامديش ولسوالۍ کې له ۵۰۰ اړمنو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته اوړه، غوړي، وريجې، دال، بوره، چای، کمپلې، ګاز ډبه او نور د اړتيا وړ توکي ورکول شو.
يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې.