بدخشان کې اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره د کور جوړولو په برخه کې مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د اکتېد موسسې له لورې د بدخشان ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٦) اړمنو بېځايه شوو کورنیو سره د کور جوړولو په برخه کې مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د بدخشان ولایت د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په سروې شوې وې د کب په (٢٥) هرې کورنۍ ته (٢٦١٠٠) افغانۍ ووېشل شوې.