کابل کې اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه
د (Muslimhands) موسسې له لورې د کابل ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ د کابل د مهاجرینو مموزي ښارګوټي کې (١١٥) اړمنو او مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو او البسې مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د کابل د مهاجرینو ریاست له لورې د مرستندویه بنسټونو سره په ګډه همغږۍ سروې او د مرستو لپاره مستحقې په نښه شوې وې د کب په (١٣) مه هرې کورنۍ ته د کابل د مهاجرینو د رییس قاري عبدالمتین رحیمزي او یادې موسسې د استازو په شتون کې څلور بوجۍ اوړه، یوه بوجۍ وریجې، یوه بوجۍ لوبیا، بوره، چای، غوړي او څلور څلور بړستنې ووېشل شوې.