غورکې داخلي بېځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
_____
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له لورې د غور ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست په همکارۍ (٢٥٠) داخلي بېځايه شوو کورنیو سره د نغدي او دغیر خوراکي توکو مرسته وشوه.
یادې کونۍ چې په (٢٠٢١) کال کې د دولت یار ولسوالۍ د یو شمېر سیمو څخه د فیروزکو ښارته راکډه شوې وې د افغانستان اسلامي امارات د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت له لورې دکډوالۍ نړیوال سازمان سره په ګډه همغږۍ بېرته خپلو اصلي ځایونو ته ستنې او هرې کورنۍ ته د کب په (١٠) مه (٢٠٠) امریکايي ډالره نغدې،یوه یوه ژمنۍ کڅوړه او درې درې کمپلې ووېشل شوې.