ننګرهار ولايت چمتلې ښارکوټي کې ۳۵۹ اړمنو او بېځایه شوو کورنیو سره مرسته وشوه.

sadam_morr
_____
د ننګرهار ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست په همغږۍ د جين مؤسسې له لورې د ۳۵۹ اړمنو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه چې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلو اوړه، ۴۸ کيلو وريجې، ۲۰ ليتره غوړي، ۱۵ کيلو دال، ۱۵ کيلو بوره، ۱۵ کيلو لوبيا، ۲ کيلو مالګه او دوه کيلو شين چای ورکړل شوو.
يادې کورنۍ د ګډ پلاوي له لورې په نښه او د مرستو لپاره وړ پيژندل شوې وې چې نن ورسره د همکارې مؤسسې له لورې مرسته وشوه.